د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، له امریکا سره د خبرو پر مهال متضاد پیغامونه ترلاسه کوي؛ خو د تهران لپاره د مذاکرې رسمي محتوا ارزښت لري.
نوموړي ویلي، د خبرو کوربه عمان دی او روم یوازې د ناستې ځای دی.
عراقچي زیاته کړې، د خامنهاي لیک یې پوتین ته سپارلی او له هغه سره یې د ایران، امریکا، روسیې او سیمهییزو مسایلو پر سر مفصلې خبرې کړې دي.
هغه وايي، روسیه، چین او نور متحدان یې د مذاکراتو ملاتړ ته چمتو دي.

