د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي پر څرګندونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې زېلینسکي د امریکا او اروپا د مالیه ورکوونکو پیسې د خپلو فاسدو جنرالانو د جیبونو د ډکولو لپاره کاروي.
عراقچي ویلي، زېلینسکي د روسیې جګړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف یرغل بولي؛ خو په عین وخت کې په ښکاره او بېشرمانه ډول پر ایران د امریکا د غیرقانوني برید غوښتنه کوي، چې دا هم د هماغه منشور سرغړونه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، نړۍ له داسې «مغشوشو مسخرو» ستړې شوې ده او ټینګار یې کړی چې ایران د بهرنیو ځواکونو، اجیرانو او پردیو په ملاتړ ولاړ پوځ نه لري.
هغه ویلي، ایرانیان ښه پوهېږي چې څنګه له خپل هېواد دفاع وکړي او د خپل امنیت لپاره د بهرنیو مرستو غوښتلو ته اړتیا نه لري.

