د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له خپل چينايي سيال وانګيي سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې تر څار لاندې په تأسیساتو نظامي بريدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوالو قوانينو سره ښکاره مخالفت دی.
عراقچي خبرداری ورکړی، چې د امريکا بريدونه کېدای شي د اټومي موادو دچاودنو يا حتا د يوه ستر اټومي ناورين سبب شي او نړيواله ټولنه بايد دا کار وغندي.

