د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، له امریکايي شبکې CBS سره په مرکه کې ویلي چې د فردو هستوي تاسیساتو ته زیان “دروند او جدي” دی او دا تاسیسات دا مهال د کار وړ نه دي.
هغه زیاته کړه چې د اټومي انرژۍ اداره د زیان ارزونه کوي؛ خو تر اوسه کره وضعیت معلوم نه دی.
عراقچي ویلي، سره له دې چې بریدونه شوي؛ خو ایران کولای شي له خپلې بومي ټکنالوژۍ سره د غنیسازي پروګرام بېرته پیل کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا صنعت د ایراني ولس د “ملي ویاړ” برخه ده او هېڅکله به ترې تېر نه شي.

