د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د خپل راتلونکي سفر پر مهال به د ایران د مشر، آیتالله علي خامنهاي ځانګړی پیغام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وسپاري.
نوموړي د دغه پیغام د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.
عراقچي ویلي، که له امریکا سره مذاکرات د متقابل درناوي او برابر دریځ پر بنسټ وي؛ نو پرمختګ ممکن دی؛ خو د فشار له لارې به نتیجه ورنه کړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې ایران د یورانیمو د غنيسازۍ د بندېدو چمتووالی نه لري؛ خو د باور رامنځته کولو لپاره د ځینو اندېښنو رفع کول امکان لري.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو ته تیاری نیول کېږي.

