د ایران د بهرنیو چارو مرستیال عباس عراقچي د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران د یورانیمو غنيکول به دوام ومومي.
هغه زیاته کړه، که امریکا غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې ایران اټومي وسلې نه جوړوي، ایران ورته چمتو دی، خو که غوښتنې یې غیرواقعي وي، خبرې به بې پایلې وي.
تر دې وړاندې ویتکاف ویلي وو، چې ایران ته د یو فیصد یورانیمو غني کولو اجازه هم نه ورکوي.

