سه شنبه, فبروري 17, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې عمومي اصولو باندې توافق...

عباس عراقچي:د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې عمومي اصولو باندې توافق شوی؛ خو بشپړ هوکړه وخت ته اړتیا لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جینوا د مذاکراتو په اړه ویلي چې دواړو خواوو په یو شمېر اساسي اصولو عمومي توافق کړی دی او پر اساس به یې د احتمالي توافق متن جوړ شي.

هغه زیاته کړې چې دا ددې معنی نه ورکوي چې ژر به بشپړ توافق ته ورسېږي، خو د مذاکراتو لاره پیل شوې ده.

عراقچي همدارنګه ویلي چې په دې پړاو کې د تیرې دورې په پرتله جدي بحثونه شوي، فضاء جوړونکې وه او بېلابېل نظریات څېړل شوي.

د هغه په وینا، دواړه لوري خپلې مواضع لري او د هغو نږدې کېدل به لږ وخت واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here