جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:ایران لا هم د یورانیمو د غني‌سازۍ توان لري او تسلیم...

عباس عراقچي:ایران لا هم د یورانیمو د غني‌سازۍ توان لري او تسلیم به نه‌شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، هېواد یې لا هم د یورانیمو د غني‌سازۍ وړتیا لري او د بهرني فشار پر وړاندې به تسلیم نه‌شي.

عراقچي دا څرګندونې له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده، تر هغه چې ټرمپ د ایران لپاره د غني‌سازۍ چارې صفر ته راوستل غواړي، هېڅ ډول توافق امکان نه لري.

نوموړي ویلي، امریکا د خبرو د بیا پیل وړاندیز کړی؛ خو تهران د باور رامنځته کولو عملي ګامونه غواړي.

عراقچي زیاته کړې، که‌ څه هم د مذاکراتو لار سخته ده؛ خو ناممکنه نه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here