د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران د یورانیمو د غنيسازۍ بشپړ حق لري.
نوموړي پر ایکس لیکلي، چې ایران باید د اټومي سونتوکو له بشپړې دورې برخمن وي.
عراقچي زیاته کړې، چې څو هېوادونه د NPT غړي دي، خو له غنيسازۍ کار اخلي، نو ځکه باید له ایران سره توپیري چلند ونه شي.
هغه د امریکا لهخوا د تحریکوونکو څرګندونو پر ځای د عادلانه چلند او قوي سیاسي ارادې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې یوه معتبره هوکړه لا هم شونې ده.

