د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې په امریکا کې جګړهطلبې او د دیپلوماسۍ ضد کړۍ هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو بهیر ګډوډ کړي.
نوموړي وویل، دا کړۍ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خطرناک اهداف تعقیبوي او هڅه کوي پر امریکایي سیاستوالو منفي اغېز پرېباسي.
عراقچي همداراز ویلي چې امریکایي چارواکي له داخلي فشارونو سره، هر ځل د مذاکراتو لپاره نوې چوکاټونه ټاکي، چې دا کار د خبرو اترو بهیر اوږدوي او وخت ضایع کوي.
هغه د امریکا د چارواکو دریځونه «متناقض» وبلل او ویې ویل چې دا ډول ضد و نقیضې څرګندونې د مذاکراتو مسیر لا پیچلی کوي.

