سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:امریکا د سوریې په ناکرارۍ او جهادي ډلو په ملاتړ کې...

عباس عراقچي:امریکا د سوریې په ناکرارۍ او جهادي ډلو په ملاتړ کې ښکېله ده

ایران وایي، سوریه کې د روانو کړکېچونو له کبله د سوریې حکومت پرېکنده ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې نن یکشنبه پلازمینې دمشق ته ورسید، خبریالانو ته وویل چې داسرائیل او”تروریستي ډلو” ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

هغه هیله څرګنده کړې، چې د سوریې حکومت یو وار بیا د تروریستي ډلو پر وړاندې بیا بریا تر لاسه کړي.

د عراقچي په خبره، سیمه له یوې نوې توطیې سره مخ ده او په سوریه کې روان کړکیچ د همدې توطیې برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا د سوریې په ناکرارۍ کې ښکیله وبلله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here