د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن د چین د لومړي وزیر له مرستیال دینګ شوئه شیانګ سره لیدلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ایران او چین پر اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ایراني لوري غزې کې پر روانې نسل وژنې، پر یمن د امریکا بریدونو او په منځني ختیځ کې د اسرائیل په جګړې نیوکه کړې ده.
ورته مهال بیا چینایي لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې ایران ترخې تجربې لیدلي او تمه لري چې دا خبرې ښې مخ ته ولاړې شي.

