پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي؛د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې د ګډون لپاره استانبول ته...

عباس عراقچي؛د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې د ګډون لپاره استانبول ته ورسېد

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو وزیرانو غونډې کې د ګډون لپاره استانبول ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، د ایران په وړاندې د اسراییلو بریدونه به په دې غونډه کې ځانګړی بحث وي.

هغه زیاته کړې چې له یو شمېر هېوادونو د بهرنیو وزیرانو سره به لیدنې ولري او له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم ځانګړې ناسته لري.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی چې ایران یوازې دوه اونۍ وخت لري څو د امریکا احتمالي هوايي برید مخه ونیسي او ښايي تر هغې وړاندې پرېکړه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here