د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او بلاروس تر منځ په اقتصادي او سیاسي اړیکو او نورو ګډو همکاریو خبرې وشوې.
په یاده ناسته کې لوکا شیویچ ویلي چې دوی غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو لپاره بنیاد کېږدي.

