اسلاماباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې په تاجکستان کې پر چینایي وګړو وروستۍ حمله تصادفي نه وه، بلکې داسې ښکاري چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي د بدخشان او واخان په حساسو سیمو کې د بېباورۍ او ګډوډۍ فضا رامنځته کړي.
مشعل د چین له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي چې د دغو بریدونو موخه د چین او تاجکستان ترمنځ د افغانستان په اړه مصنوعي شکونه زیاتول دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د چترال–بدخشان احتمالي دهلیز او د پاکستان له لوري د افراطي ډلو د نفوذ هڅې نه یوازې افغانستان، بلکې چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.
مشعل ټینګار کړی چې د دې ډول پروژو مخنیوی ګډو سیمهییزو هڅو ته اړتیا لري.
هغه ویلي چې پاکستان لا هم د نفوذ د زړو نقشو د تعقیب هڅې کوي، خو سیمه د اقتصادي همکاریو، اتصال او ترانزیت نوې مرحلې ته داخلېږي چې د ثبات غوښتنه کوي.
مشعل افغانستان د چین تاریخي او باور وړ شریک بللی او زیاته کړې چې کابل د سیمې د امنیت او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.
هغه ویلي چې افغانستان د چینایي وګړو، پانګوالو او سیلانیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړی او د منطقوي ثبات لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

