په اسلاماباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، چې په کابل د پاکستاني پوځ بمبار به د پاکستان لپاره ډېر قیمته تمام شي.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستاني نظامي مشرتابه باید له عقلانیت څخه کار واخلي او د افغانستان ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواک بهرنی سیاست نور ونه چلنجوي.
مشعل زیاته کړې چې د «لیبرال هیجیموني» زوال د غیرمستقیم استعمار د پای معنا هم لري، او د پاکستان پوځي رژیم یوازې له افغانستان او سیمې سره نه، بلکې له خپلو ولسونو سره هم په ټکر کې دی.
د هغه په وینا، په پاکستان کې پښتانه، بلوڅان او مهاجر خپل حقوق غواړي او که تاوتریخوالی دوام ومومي، د کابل احتمالي غچ به ولسونه په اسلاماباد کې واخلي.

