یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانعاطف مشعل:پر افغانستان د پاکستاني پوځ بریدونو ته وطن فروشه خلک خوشحالي...

عاطف مشعل:پر افغانستان د پاکستاني پوځ بریدونو ته وطن فروشه خلک خوشحالي کوي

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، چې امریکا او د پاکستان پوځي رژیم دواړه د خپلو ستراتیژیکو محاسباتي تېروتنو ښکار شوي او داسې جګړو ته داخل شوي چې ګټل یې ورته نږدې ناممکن ښکاري.

ښاغلي مشعل ویلي، امریکا د ایران پر ضد د برید په ارزونه کې جدي خطا کړې او پاکستان هم پر افغان خاوره د یرغل په پرېکړه کې تېروتنه کړې ده.

د هغه په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو سره دواړه لوري لا ژور د کړکېچ په ډنډ کې نښلي او د وتلو لارې یې ورځ تر بلې محدودېږي.

مشعل ټینګار کړی چې نه به ایران د امریکا بمباریو ته سر ټیټ کړي او نه به افغانستان د پاکستاني پوځ د فشار او بریدونو پر وړاندې تسلیم شي.

نوموړي همداراز پر هغو کسانو سخت انتقاد کړی چې د بهرنیو بریدونو ملاتړ کوي، او په وینا یې، د ایران پر ضد د امریکا بمباریو ته د ایراني ډایسپورا ځینې وطن‌پلورې څېرې چکچکې وهي او د واشنګټن په ملاتړ د واک خیالونه ویني.

ده زیاته کړې چې ورته حالت د افغانستان په اړه هم شته، ځکه ځینې افغان وطن‌فروشه کسان د پاکستان د بریدونو په لیدو خوشالي څرګندوي او فکر کوي چې د پردیو په مرسته به یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

عاطف مشعل ویلي، د داسې کسانو د هیلو او خیالونو پایله به تر هر څه ډېره شرموونکې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here