اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، افغانستان اوس د پخواني بافر یا پروکسي نقش نه لري، بلکې د اوراسیا په اقتصادي او ترانزیتي نقشه کې د یوه طبيعي تړون مرکز په توګه راڅرګند شوی دی.
هغه ویلي چې کابل د خپلو ګاونډیانو سره په ګډه د دې نوې ستراتیژیکې ونډې د ټینګولو هڅه کوي.
مشعل د پاکستان وروستۍ کړنې، چې پکې د هوايي بریدونو له امله ملکي تلفات، اقتصادي فشارونه او د تاجکستان د چینايي اتباعو پر حمله تور لګول شامل دي، د سیاسي ناارامۍ څرګندونه بللې او ټینګار یې کړی چې افغانستان په دې اړه تورونه ردوي.
هغه ویلي: «د هر ګاونډي بې ثباته کول زموږ د ستراتیژیکو ګټو او د سیمې ثبات پر ضد دي.»
مشعل زیاته کړې چې د سیمې اقتصادي راتلونکی د یوې باثباته افغانستان سره تړلی دی، او افغانستان هم په دې ګډ چوکاټ کې خپل مسوولیت پېژني.
هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د زړو امنیتي تګلارو تکرار یې خطرناک دی.
د هغه په وینا، یوازینۍ عملي لار د پاکستان لپاره دا ده چې د علاقایي همکاریو او ارتباطاتو له لارې د خپلو داخلي ستونزو د حل لاره ومومي او د نوي اوراسیايي اقتصادي نظم سره ځان عیار کړي.

