اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي چې نن شپه د غربي اسیا او د نړیوال سیاسي نظم لپاره حساسه ده، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې چې د ایران د تمدن له منځه وړلو ته اشاره کوي، د نړیوالو اړیکو لپاره خورا خطرناکې دي.
مشعل زیاتوي چې تمدنونه په بمباریو له منځه نه ځي، بلکې داسې تهدیدونه ولسونه متحدوي او د خپلې بقا لپاره یې جنګ ته هڅوي.
هغه ویلي، چې ایران د بشپړې نظامي امادګۍ سره د احتمالي تهاجمي ځواب لپاره تیار دی، او ښايي ځوابي اقدامات یې پراخې او ورانونکې اغېزې ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا تر بل هر وخت تنها ده؛ اقتصادي ستونزې، کورني کړکېچونه، او د متحدینو کمښت یې وضعیت لا ستونزمن کړی، او اخلاقي جګړه کې زیانمنه شوې ده.
مشعل دغه راز ویلي، چې پاکستان هڅه کړې د سولې منځګړیتوب وکړي؛ خو اوس د جګړې مستقیمه برخه نه ګرځېدل هم ستونزمن ښکاري.
مشعل ټینګار کوي چې نړیوال ځواکونه اوس دوه انتخابونه لري: د لیبرال هیجومني (امریکا او اسراییل) په صف کې دریدل، یا د نورو هیوادونو په ډله کې چې د غرب پر ضد ولاړ دي.
هغه وایي، چې اسیا د دې دویمې ډلې لویه برخه جوړوي، او ډیری ځواکونه یې د لیبرال هیجومني خلاف موقف لري.
عاطف مشعل د افغانستان لپاره د تاریخي فرصت په اړه هم وایي چې د خپلواک، باعزته او مرفه هیواد په توګه بیا راڅرګندیدو لپاره شرایط مناسب دي، که سیاسي شعور او تدبیر عملي شي.

