په اسلاماباد کې پخواني سفیر عاطف مشعل د پاکستان وروستي دریځونه او تحرکات «متضاد او غیرمسوولانه» بللي دي.
هغه ویلي، اسلاماباد له یوې خوا بېدلیله پر افغانستان د TTP د ملاتړ تور لګوي؛ خو له بلې خوا هغه استخباراتي کړۍ پټې ساتي چې د افغانستان د بېثباتۍ لپاره کار کوي.
مشعل ټینګار کړی چې د افغان خاورې سرغړونې، هوايي بریدونه او بېبنسټه ادعاوې د منلو وړ نه دي او دا ډول چلند د سیمې د بدلېدونکي وضعیت سره سازګار نه دی.
د هغه په وینا، د فشار او نفوذ زاړه ماډلونه نور کار نه ورکوي او د اړیکو یوازینی معقول اساس باید دوهطرفه احترام او د حاکمیت منل وي.
پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د پاکستان دنني سیاسي درزونه او د مشروعیت خلا د جدي بدلون غوښتنه کوي، او د بېثباته پالیسیو دوام به یوازې وضعیت لا ترینګلی کړي.
هغه زیاتوي، افغانستان د قانوني دفاع حق لري او که سرغړونې دوام وکړي، مسؤلیت به د هغه لوري وي چې دا لړۍ روانه ساتي.

