سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانعاطف مشعل:افغانستان بشپړ حاکمیت لري، پاکستان دې د نوې مرحلې واقعیتونه درک...

عاطف مشعل:افغانستان بشپړ حاکمیت لري، پاکستان دې د نوې مرحلې واقعیتونه درک کړي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د سیمې د اوسني وضعیت په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانان خپلې نیمګړتیاوې مني؛ خو افغانستان د کورني او عقیدتي جګړې له حالت څخه وتلی او د بشپړ حاکمیت تر سیوري لاندې وړاندې روان دی.

مشعل وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې ځینې افغان سیاستوال فاسد وو او د بهرنیو لپاره یې کار کاوه؛ خو هغه ټینګار کوي چې د پاکستان په نظامي بنسټونو کې داسې کړۍ موجودې وې چې د پاکستان حاکمیت یې په بیا بیا بهرنیو قدرتونو ته «کرایه او پلورلی» او د سیمې د بې‌ثباتۍ ریښې یې کرلې.

د ده په وینا، د پاکستان امنیتي ستراتیژي د لسیزو لپاره د بهرنیو اجنډاوو د پلي کولو وه.

مشعل زیاتوي چې پاکستان نن د ژورو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو لاندې دی او د نړۍ بدلېدونکی نظم نور هغه پخوانی ابهام نه مني چې اسلام‌اباد پرې د چين او امريکا ترمنځ تګلاره چلوله.

نوموړي وویل چې افغانستان په بشپړه توګه پر خپله خاوره کنټرول لري او نړۍ یې د داعش خراسان پر ضد جګړه پېژني؛ هغه جګړه چې د ده په تعبیر رېښې یې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته دي.

هغه افغانستان د سیمې د نښلونې او ثبات نوې تګلارې مهمه نقطه وبلله.

مشعل له پاکستان څخه وغوښتل چې د سیمې د نوې مرحلې واقعیتونه درک کړي او د بدلون نوې دورې ته ځان چمتو کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here