په پاکستان کې د ولسمشر اصف علي زرداري د احتمالي استعفا او د پوځ مشر عاصم منیر د ولسمشر کېدو په اړه وروستۍ اوازې د پوځ مشر پخپله رد کړې دي.
عاصم منیر دا ګنګوسې “توطیه” بللې او ویلي یې دي چې دا د حکومت او چارواکو د مخالفو ډلو کار دی.
هغه په بروکسل کې ویلي: «زه د هېواد د ساتنې لپاره جوړ شوی یم، هېڅ بل مقام نه غواړم، ستره هیله مې شهادت دی.»
منیر ویلي، سیاسي پخلاینه یوازې د رښتینې بښنې په صورت کې ممکنه ده، چې ګومان کېږي اشاره یې د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان ته وه.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړی چې پاکستان به د امریکا او چین په اړیکو کې توازن وساتي، هند ته یې د نیابتي جګړې د هڅو په اړه خبرداری ورکړی او د طالبانو حکومت ته یې ویلي چې پاکستاني طالبان دې دغه هېواد ته نه اړوي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت بیا تل ټینګار کړی چې د پاکستاني طالبانو موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

