د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د قومي علماوو کنفرانس کې ویلي، چې د پاکستان او ریاستِ طیبې تر منځ ژور تاریخي تړاو شته او د حرمین شریفین د ساتنې ځانګړی شرف الله تعالی پاکستان ته ورکړی دی.
عاصم منیر هند د ترهګرۍ د سرچینې په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دښمن په ښکاره میدان کې له منځه وړي.

نوموړي ویلي: «په اسلامي ریاست کې د جهاد اعلان او فتوا یوازې د پاکستان دولت صلاحیت دی.»
هغه له علماوو غوښتي، چې ملت متحد وساتي او د خلکو په لید کې پراخوالی رامنځته کړي.

