په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ویلي، چې په افغانستان کې له امریکا څخه د پاتې شویو پرمختللو وسلو او مهماتو زیرمو د سیمې لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.
افتخار احمد، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې داعش خراسان، پاکستاني طالبان او نورې وسلهوالې ډلې له دغو وسلو څخه د پاکستان پر خلکو او امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره کار اخلي.
نوموړي ادعا کړې چې د دغو وسلو د قاچاق په تړاو د کره او موثقو معلوماتو په درلودلو په سرحدي سیمو کې نیول شوي او په تورو بازارونو کې هم پلورل کېږي، چې د سیمې ثبات او امنیت ته ستر خطر پیښولای شي.
د پاکستان دغه استازي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د وسلو د قاچاق مخنیوي لپاره ګډې هڅې پیاوړې کړي او طالبان هم باید د دې جریان پر وړاندې خپل مسؤلیتونه عملي کړي.

