پاکستاني خبریال عادل راجا ویلي چې د پاکستان د پوځ مشرتابه د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد ځوانان جګړې ته ټېل وهي او د جګړې دوام د خلکو په زیان دی.
نوموړي د خپلو تازه څرګندونو پر مهال ویلي، د وروستیو معلوماتو له مخې د بلوچستان د کچلاک په سیمه کې د غزهبند پر عمومي مرکز د بېپیلوټه الوتکو په برید کې شاوخوا شل پوځیان وژل شوي او ټپیان دي او د وسلو او بارودو دوه زېرمتونونه هم ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دا برید ښايي د کندهار پر ځینو سیمو د ترسره شوو هوایي بریدونو په غبرګون کې شوی وي.
د هغه په وینا، په وزیرستان کې هم د پوځ پر یوه کېمپ د توغندیز برید راپورونه ورکړل شوي چې د درنو زیانونو خبره پکې کېږي.
عادل راجا ټینګار کړی چې دا جګړه د نورو د ګټو لپاره روانه ده او د پاکستان پوځ مشرتابه د هېواد د پیسو او د ځوانانو د وینې په بدل کې خپلې موخې تعقیبوي.
نوموړي پوښتنه کړې چې دا وضعیت به تر کومه دوام کوي او تر کومه وخته به د پاکستان پوځ د داسې پالیسیو له امله له ستونزو سره مخ وي.

