په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې عادله راز د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره باید «واقعي ګډون، مؤثره حسابورکونه، او له افغانانو سره تړلې بومي حللارې» تضمین شي.
مېرمن راز ویلي، له ټول شموله مشارکت پرته هېڅ سیاسي بهیر د دوامدارې سولې لامل نشي کېدلی.
نوموړې زیاتوي، چې نړیواله ټولنه باید داسې شرایط برابر کړي چې ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې، ځوانان، اقلیتونه او مدني ټولنه، د هېواد په مهمو بهیرونو کې فعاله ونډه ولري.

