د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د افغان علماو تازه پرېکړه د هرکلي وړ ده، خو هغه لیکلی تضمین نه دی چې پاکستان یې غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، دا ډول ژمنې مخکې هم شوې دي، خو عملي شوې نه دي.
طاهر اندرابي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې تیره ورځ په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه زیات افغان علماو په یوه پرېکړه کې هغه وسلهوال د شیخ هبتالله د حکمونو سرغړونکي وبلل، څوک چې نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره ځي.

