د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغه هېواد د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، به په نږدې راتلونکې کې متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، په اسلاماباد کې یوې خبري ناستې ته وویل چې تر اوسه د دغه ډول سفر لپاره نه کوم رسمي توافق شوی او نه هم کومه طرحه موجوده ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د لوړپوړو دولتي چارواکو د بهرنیو سفرونو په اړه تل له مخکې رسمي اعلامیې خپرېږي.
اندرابي زیاته کړې: «حقیقت دا دی چې زه د پوځ د مشر د احتمالي سفر د مهالوېش په اړه هېڅ معلومات نه لرم. موږ باید د پاکستان د حکومت رسمي اعلان ته انتظار وباسو.»
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ښايي په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي او هلته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
رویټرز ویلي و، چې دا معلومات یې د دوو سرچینو له قوله ترلاسه کړي، چې یو یې د پاکستان د دفاعي ځواکونو د مشر د دفتر د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مسوولینو څخه دی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د رویټرز راپور داسې انګېرنه رامنځته کړې وه چې ګواکې دا سفر حتمي او له مخکې پلان شوی دی، حال دا چې د ده په وینا، «تر دې دمه د دغه سفر لپاره هېڅ ډول توافق یا پلان موجود نه دی.»

