سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانطالب چارواکی:د اسلامي نظام ملاتړ د هر افغان ملي او دیني مسوولیت...

طالب چارواکی:د اسلامي نظام ملاتړ د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په هلمند کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې د «اسلامي نظام» ساتنه د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی.

نوموړي دا نظام د الله ځانګړی فضل بللی او ویلي چې چارې یې د شریعت له مخې پر مخ وړل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو محدودولو، د نجونو د زده کړو بندېدو او د سیاسي ازادیو د نشتون له امله پراخ کورني او نړیوال انتقادونه روان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here