د طالبانو حکومت وایي، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون به وزارت ته ارتقاع وکړي.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون ویلي، دغه وزارت به د «اراضي چارو او امارتي غصب شویو ځمکو د استرداد وزارت» په نوم به یادیږي.
د کمیسیون چارواکي وایي، یاد وزارت به د ځمکو د غصب د مخنیوي، استرداد ترڅنګ د هیواد د ټولو ځمکو څیړنه او کاردستر مسولیت هم په غاړه لري.
د طالب چارواکو په وینا د وزارت کارونه نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوي او ډیر ژر به د شیخ هبت الله له لورې د وزارت په بڼه پیل وکړي.
د غصب مخنیوي کمیسیون داسې مهال جوړیږي چې طالبانو په حکومت د پړسوب له مخې په ګڼو اداراتو کې تنقیص رامنځته کړی دی.

