د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی تېره اوونۍ اسلاماباد ته تللی و، چې د پاکستان له چارواکو سره یې د سوداګرۍ او ترانزیټي چارو په اړه خبرې کړې دي.
طالب پلاوي د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت څخه د یو سلنه ترانزیټي مالیې د لغوه کېدو غوښتنه کړې، چې وایي دا مالیه د افغان سوداګرو لګښتونه لوړوي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا موضوع به د فدرالي سوداګرۍ وزارت له لارې له ایالتي حکومت سره شریکه او ارزول شي.
دوی زیاتوي، چې دغه مالیه پخوا دوه سلنه وه، خو اوس یوه سلنه شوې.

