سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانطالب سفیر؛د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس سره د افغانستان...

طالب سفیر؛د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس سره د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه خبرې کړې

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې.

هغه ویلي، چې په دې ناسته کې بدرالدین حقاني د هغه هېواد د دولت له رییس غوښتي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړي په چارو او هلته د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

بل لورته د متحده عربي اماراتو د دولت رییس افغانستان خپل ورور هېواد بللی او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ په اماراتو کې د طالبانو د سفیر باور لیک د شېخ محمد بن زاید ال نهیان له لوري منل شوی وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here