پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانطالبان:یو شمیر کسانو ته به سبا ترینکوټ ښار کې تعزیري سزا ورکول کیږي

طالبان:یو شمیر کسانو ته به سبا ترینکوټ ښار کې تعزیري سزا ورکول کیږي

د ارزګان د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یو شمېر کسان چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل پېژندل شوي، سبا پنجشنبه به د ترینکوټ ښار په ورزشي لوبغالي کې ورته تعزیري سزا ورکول شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دا ۱۵ کسان د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا مجرم پېژندل شوي او سزا یې وروستۍ شوې ده.

دغه ریاست له خلکو غوښتنه کړې چې د دغو مراسمو د نندارې لپاره دې ورشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here