یو شمېر باوري سرچينو حماسه میډیا ته ویلي، چې امریکا د درېیم هېواد له لارې طالبانو ته میلیونونه ډالر ورکړي، څو ۶۶ کلن امریکایي وګړی جورج ګلِزمن د طالبانو له بند څخه خوشې کړي.
سرچینې وایي، چې دا معامله د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب شوې؛ خو زیاتوي چې خلیلزاد یو ځل بیا د امریکا حکومت غولولی دی.
یادې سرچینې زیاته کړې، په دې معامله کې خلیلزاد هڅه کړې، چې ځان یو ځل بیا د صحنې منځ ته راولي.
سرچینې دغه راز ویلي، چې لا هم د محمود حبیبي په ګډون د لسو څخه د ډېرو نورو امریکایانو، برخلیک نامعلوم پاتې دی.
د یادونې ده چې د ګلِزمان له خوشې کېدو وروسته د محمود شاه حبیبي ورور وویل، چې امریکا ورسره د ورور د خوشي کېدو ژمنه کړې؛ خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه وخت مخکې ویلي و چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته.

