د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم وایي، افغانستان له یو بد راتلونکي سره مخ او د دې تاریخي مسؤلیت بار ډېر دروند دی.
هغه د یونیسف هغه وړاندوینه فاجعه بللې، چې که تر ۲۰۳۰ کال پورې پر زدهکړو بندیز دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له زدهکړو بې برخې شي.
نوموړی وایي، د دغې تاریخي فاجعې جبران به ډېر وخت وغواړي.
ښاغلی خرم زیاتوي، افغانان به تر دې وروسته ډېره بدرنګه دنیا ولري او بشري حقونه، انکشافي مرستې، انساني ارزښتونه او نور مسائل به ان د شعار په حد کې هم نه راځي.

