پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانطالبانو؛په کابل او پنجشیر کې یو شمېر پخواني نظامیان نېولي

طالبانو؛په کابل او پنجشیر کې یو شمېر پخواني نظامیان نېولي

یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبانو په کابل او پنجشېر کې درې پخواني نظاميان نیولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې نیول شوي کسان محمد اصغر او محمد خالص نومیږي، چې تېره اوونۍ د درې ولسوالۍ له عبدالله خیل سیمې څخه وړل شوي دي.

بل لورته په کابل کې هم د عبدالحمید په نوم یو پخوانی نظامي نیول شوی دی.

سرچینې وايي، چې عبدالحمید د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته خیاطي ته مخه کړې وه.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here