د پاکستان دولتي راډیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې طالبانو د بادغیس د مرستیال والي بدرالدین زوی چې په خیبر پښتونخوا کې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی، د جسد له منلو انکار کړی دی.
تر دې وړاندې امنیتي سرچینو ویلي و چې د بادغیس د طالبانو د مرستیال والي زوی یو له هغو دریو جنګیالیو څخه دی چې د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، بدرالدین یوسف د پاکستاني طالبانو په یوه روزنیز مرکز کې روزونکی و.
د پاکستان دولتي راډیو زیاته کړې، چې طالب چارواکو د پاکستان له پرله پسې غوښتنو سره سره د بدرالدین د جسد له منلو ډډه وکړه.

