چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستانطالبانو؛بدخشان کې د یوه خرس د ښکار په جرم یو کس نېولی

طالبانو؛بدخشان کې د یوه خرس د ښکار په جرم یو کس نېولی

بدخشان کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې ریاست وایي، په شکي ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی، چې یو خرس یې ښکار کړی و.

د یادې ادارې رییس فیض الرحمن ابراهیمي ویلي، د وحشي ژویو ښکار غیر قانوني دی او هر هغه کس چې دغه کړنه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په شکي ولسوالۍ کې شپږ کسانو یو خرس ښکار کړی و او وروسته یې ورسره یادګاري تصویرونه هم اخیستي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here