د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان او هند ترمنځ روان کړکېچ د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېز کړی او د هېواد سوداګرۍ ته یې زیان رسولی دی.
دا څرګندونې د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د یوې علمي ناستې پر مهال شوې.
ناسته چې «د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ او د سیمې پر وضعیت یې اغېزې» تر عنوان لاندې په کابل کې جوړه شوې وه، د سیمې پر روانو حالاتو او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د دغه کړکېچ د اغېزو ارزونه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مشر نوراحمد نور په دې ناسته کې ویلي چې د واګه بندر له تړل کېدو سره، د افغانستان د ترانزیتي مالونو لېږد عملاً درېدلی، چې دې چارې د افغانستان سوداګرۍ ته د پام وړ زیان اړولی دی.
نوموړي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» د خپلې متوازنې او اقتصادمحور سیاست له مخې، د دغې لانجې د سولهییز حل غوښتونکی دی.

