جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانطالبان؛د داعش ډلې هغه بریدګر مو ژوندي ونیول چې د پاکستان روزنیز...

طالبان؛د داعش ډلې هغه بریدګر مو ژوندي ونیول چې د پاکستان روزنیز کمپ څخه راغلي وو

د طالبانو حکومت وايي، چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې د برید طراح کوونکي نیولي، چې په خبره یې دغه کسان د پاکستان د بلوچستان په مستونګ کې د داعش ډلې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس‌پاڼه په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، یادو کسانو بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو او یو شمېر نورو بریدونو کې هم لاس درلود.

خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغو کسانو عملیات په کابل او ننګرهار کې ترسره شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې یو یې تاجکستانی ځانمرګی برید ګر دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په کابل او فاریاب کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي او ځینې نور ژوندي نیول شوي چې دوی هم تازه د بلوچستان مستونګ کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.

خبرپاڼه کې د مجاهد له قوله ویل شوي، افغانستان کې د داعش ډلې له ځپل کېدو وروسته، د دوی مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو له لوري بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته انتقال شوي چې له هغه ځایه افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه سرته رسوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دا ډلې هلته هم دیني علما، د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت واک ته تر رسېدو وروسته په لومړي ځل ویلي، چې داعش ډله د پاکستان په بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې د بردیدونو هڅې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here