سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانطارق بخیت د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ته:ستاسو فعالیتونه د ټولنې...

طارق بخیت د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ته:ستاسو فعالیتونه د ټولنې یوه جدي اړتیا وه، موږ درسره د لا تقویې همکارۍ ته دوام ورکوو

د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق بخیت، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي سره په لیدنه کې د دوی فعالیتونه د افغاني ټولنې جدي اړتیا بللې.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلي بخیت ډاډ ورکړی چې د اسلامي همکارۍ سازمان به له دغه وزارت سره د لاتقویې دپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه ویلي چې په دې لیدنه کې د امر بالمعروف وزارت وزیر ویلي چې د دوی هدف د اسلامي اصولو په چوکاټ برابر دی او د ټولنې د معنوي اړخونو د لا تقویې کوښښ کوي

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here