د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې ځکه د تکبر او برلاسۍ چلند کوي چې زموږ داخلي کمزورۍ یې په سمه توګه درک کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د افغانانو تر ټولو ستره ستونزه خپلمنځي نهیووالی او د یو بل د حقونو نه منل دي.
د هغه په وینا، تر هغه چې افغانان یو بل ونه مني او متقابل درناوی رامنځته نه کړي، د بهرنیو فشارونو او لاسوهنو پر وړاندې به کمزوري پاتې شي.
امرخېل زیاته کړې چې که افغانان د زغم، تفاهم او یووالي لاره خپله کړي او خپل نظرونه پر یو بل ونه تپي، نو کولای شي یو قوي، متحد او پر ځان بسیا ملت جوړ کړي.
هغه ټینګار کړی چې یووالی، متقابل احترام او ملي همغږي د افغانستان د ځواک بنسټ جوړوي او یوازې د همدې ارزښتونو له لارې هېواد کولای شي له اوسنیو ننګونو بریالی ووځي.

