د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخیل په افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو وغانده.
ښاغلي امرخیل په خپل ایکس پاڼې لیکلي:«د تېرې شپې د پاکستان برید د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز دی، او افغانان به نور هم د پاکستان د تجاوز پر وړاندې متحد کړي.»
امرخیل لیکلي:«پاکستاني نظامیان چې د خپل هېواد د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دي، هڅه کوي په ورته حملو او تجاوزونو سره خپلې ناکامۍ پټې کړي.»

