سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeافغانستانضیاء احمد تکل:اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ لومړۍ سیاسي...

ضیاء احمد تکل:اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ لومړۍ سیاسي مشورتي غونډه وشوه

د طالبانو حکومت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورو لومړۍ غونډه د اسلام‌اباد په کوربتوب ترسره شوه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، دواړو لورو د سیاست، سوداګرۍ، ټرانزیټ، او سیمه‌ییزو همکاریو پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

په غونډه کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو د ستونزو، افغان ناروغانو ته د درملنې لپاره د ویزو، او سوداګرو ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو ټینګار شوی دی.

دواړو خواوو ژمنه کړې چې د شته ستونزو د حل او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به خبرې دوام پیدا کړي، او د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره به ګډ امنیتي همغږي پراخوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here