شنبه, فبروري 28, 2026
Homeافغانستانضیاءالحق امرخېل:د پاکستاني نظامي اداره د افغانستان «ازلي دښمن» دی او افغانان...

ضیاءالحق امرخېل:د پاکستاني نظامي اداره د افغانستان «ازلي دښمن» دی او افغانان دې دا خبره تل یاد ساتي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، قومي مشران باید په جرګو او مرکو کې، علما په جوماتونو کې، او د کورنیو مشران په خپلو کورونو کې هره ورځ دا موضوع وڅېړي او پرې بحث وکړي چې افغانستان یو «ازلي دښمن» لري او هغه د پاکستان نظامي اداره ده.

هغه ویلي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې دغې ادارې له بېلابېلو لارو چارو کار اخیستی څو افغانستان کمزوری او وځپي، او زیاته کړې یې ده چې له دې خاورې سره ژوره دښمني لري.

امرخېل په پای کې د قرآن کریم دا آیت هم لیکلی: «فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ» (ای د بصیرت خاوندانو، عبرت واخلئ).

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here