د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د نجونو د تعلیم پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خویندو زدهکړې د ټولنې لپاره حیاتي اړتیا ده.
ښاغلي امرخېل په خپله ایکسپاڼه لیکلي، نن چې ښځینه روغتیایي کارکوونکې د زلزلهځپلو ښځینه ټپیانو په درملنه بوختې دي، دا د تعلیم برکت دی، او که بېتعلیمه پاتې شوې وای، ټپیانې ښځې به له سختو کړاوونو سره مخ وې.
نوموړي لیکلي:«موږ چې د خویندو پر تعلیم ټینګار کوو، دغسې حساس ضرورتونه یې درک کوو.
هیله ده، د نجونو د تعلیم موضوع جدي وګڼل شي او د ټولنې دغه نیمه برخه له خپل بنيادي حقه نورې محرومې نشي.»
امرخېل غوښتنه کړې چې د نجونو د تعلیم موضوع باید جدي ونیول شي او د ټولنې دغه نیمه برخه دې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومه نه شي، ځکه د ده په باور، د محرومیت زیان یې ټول ملت ته رسېږي.

