د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د کورنیو چارو مرستیال وزیر صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو حکومت اوس د افغانستان د کرکټ اداره په خپله کنټرول کې لري او د خپلو جنايتونو د پټولو لپاره یې کرکټ د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي.
هغه کابل ته د هندي مبصرینو د راتګ په اړه ویلي، چې دوی یو وخت د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې ورسره ملګري وو؛ خو اوس د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي.
نوموړي د هندي مبصر له لوري له انس حقاني سره پودکاست ته په اشارې ویلي، چې د هغه ورور د حقاني شبکې مشر دی، چې دا شبکه د القاعدې او پاکستاني استخباراتو (ISI) اړوند ده او په افغانستان کې یې سلګونه ځانمرګي او موټربم بریدونه ترسره کړي، چې بېګناه افغانان او په ځانګړې توګه کابل کې د هند پر سفارت برید هم پکې شامل دی.

