د افغان فلم پخوانۍ رییسې صحرا کریمي ویلي، حامد کرزی چې د جمهوري دورې پر مهال یې مېرمن زینت کرزي یوازې یو یا دوه ځله په رسمي بڼه خلکو ته ښکاره کړې وه، اوس هڅه کوي له خپلې کورنۍ د نرم تصویر د وړاندې کولو لپاره استفاده وکړي.
میرمن کریمي په خپله ایکسپاڼه لیکلي:«کرزی یو ځیرک سیاستوال دی او د خپلې کورنۍ د انځورونو له لارې هڅه کوي له یوه اقدام سره څو سیاسي موخې ترلاسه کړي.
دا یوازې د کورنۍ ننداره نه ده، بلکې یو سیاسي عمل دی.»
نوموړې زیاتوي، کرزي په تېرو کلونو کې څو ځله آلمان ته د درملنې په نوم سفرونه کړي؛ خو د هغې په وینا، دغه سفرونه اکثراً د سیاسي لیدنو او غیر رسمي مذاکراتو لامل شوي دي.
نوموړې دغه راز ویلي، سیاستوال که د خپلو ښځو او اولادونو له عکسونو هم استفاده کوي، باید لږ تر لږه وجداني سیاست وکړي، نه دا چې د طالبانو د مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي.

