د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې پاکستان یو نوی مرکز پرانیستی، ترڅو له افغان کډوالو سره د ستونزو په ځانګړې توګه د پولیسو د ناوړه چلند په اړه مرستې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرکز به د “فډرال کنټرول خونې” په نوم ۲۴ ساعته او د اونۍ په هره ورځ فعال وي، څو د هغو افغان کډوالو شکایتونو ته رسیدنه وکړي، چې د خپل هېواد افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال د پاکستاني پولیسو له خوا له بد چلند سره مخ شوي وي.
محمد صادق څرګنده کړې، چې دا اقدام د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د وروستي سفر وروسته عملي شوی دی.

