بيبيسي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبتالله اخوندزاده، یو غږیز پیغام یې ترلاسه کړی چې پکې نوموړی د بهرنیو ګواښونو پر ځای د طالبانو حکومت دننه اختلافات د خپلې واکمنۍ لپاره لوی خطر بولي.
راپور وایي، په دې ثبت شوي غږ کې، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د کندهار په یوې دیني مدرسه کې ثبت شوی، شیخ هبتالله اخوندزاده خبرداری ورکوي چې «خپلمنځي تقابل» کولی شي د «اسلامي امارت» بنسټونه ولړزوي او بالاخره یې له سقوط سره مخ کړي.
راپور زیاتوي چې شیخ هبت الله ویلي:«دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې له دننه خطر دی. که اختلافات دوام وکړي، امارت به له منځه ولاړ شي.»

